وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو
وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصلمحورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلانو آمریت له لوري ترتیب او د مالي او اداري معاونیت له لوري د پوهنتون د عادي بودیجې څخه د چاپ په ګاڼه سمبال شو.
په نوموړي کتاب کې د محصلانو د تحصیلي او اداري چارو اړوند مهم معلومات، اصول، کړنلارې، حقوق، مسؤلیتونه او موجود خدمتونه په منظم ډول راټول شوي دي.
د وردګ پوهنتون مشرتابه د محصلانو لارښود کتاب چاپ د محصلمحورې ادارې او د محصلانو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم ګام بولي او باور لري چې محصلان د پوهنتون د علمي بهیر اساسي محور دي او د هغوی لپاره د کره معلوماتو، روښانه اداري بهیرونو او مناسبو خدمتونو برابرول یې له مهمو مسؤلیتونو څخه دي.
د وردګ پوهنتون مشرتابه ژمن دی چې د محصلانو د ستونزو د حل، خدمتونو د ښه والي او د علمي او تحصیلي چاپېریال د لا پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته په منظمه توګه دوام ورکوي.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
