د اته لکه افغانیو په ارزښت د څېړنیز فارم د خاورې د اصلاح پروژې چارې پیل شوې.

wu_admin
Tue, Sep 15 2026 9:17 AM
د تحقیقاتي فارم د د خاوری د اصلاح پروژي پیل

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي اړوند کرنیز څېړنیز فارم د خاورې د اصلاح او بډاینې پروژې چارې، چې شاوخوا اته لکه افغانۍ لګښت پرې کېږي، عملاً پیل شوې.

د یادې پروژې په ترڅ کې به د فارم د شاوخوا ۸ جریبه ځمکې خاوره اصلاح او بډایه شي، څو د کرنې پوهنځي د علمي غړو او محصلینو لپاره د علمي څېړنو او عملي زده‌کړو لا مناسب چاپېریال برابر شي.

د وردګ پوهنتون رهبري د علمي څېړنو او عملي زده‌کړو پیاوړتیا مهمه علمي موخه بولي او د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره د مناسبو امکاناتو برابرولو ته ژمنه ده.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, Oct 31 2026 3:25 PM
Background image

د وردګ پوهنتون د محصلانو د لیلیې ودانیزو چارو شاوخوا ۴۰ سلنه پرمختګ کړی دی

یاده ودانۍ په دوو بلاکونو او څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې له بشپړېدو وروسته به د ۱۶۰۰ محصلانو د استوګنې ظرفیت ولري.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به د محصلانو د استوګنې په برخه کې د پام وړ. . .

Tue, Oct 27 2026 3:00 PM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د وردګ پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي‌ ټکنالوژۍ عمومي مدیریت له لوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استاد، پوهنیار شفیق‌الله لایق لخوا ترسره شو. نوموړي د. . .

Wed, Oct 21 2026 2:01 PM
Background image

استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې. . .

BACK TO NEWS