استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

wu_admin
Wed, Oct 21 2026 2:01 PM
د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.  د ورکشاپ پیل د قرآن عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت وشو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمریت امر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، د روانپوهنې له نظره د تدریس پر بېلابېلو اړخونو هر اړخیزې خبرې وکړې او د تدریسي بهیر په اغېزمنتیا کې یې د اړوند اصولو پر اهمیت رڼا واچوله.  نوموړي همدارنګه د تدریس د ځینو مهمو او نویو کړنلارو په اړه اړ

د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ پیل د قرآن عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت وشو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمریت امر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، د روانپوهنې له نظره د تدریس پر بېلابېلو اړخونو هر اړخیزې خبرې وکړې او د تدریسي بهیر په اغېزمنتیا کې یې د اړوند اصولو پر اهمیت رڼا واچوله.

نوموړي همدارنګه د تدریس د ځینو مهمو او نویو کړنلارو په اړه اړین علمي او مسلکي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او د لوړو زده کړو د بهیر د لا اغېزمنتیا لپاره یې د معیاري او اغېزناکو تدریسي لارو چارو پر کارونې ټینګار وکړ.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:01 PM
Background image

استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې. . .

Tue, Oct 20 2026 1:58 PM
Background image

وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې او طبیعي پېښو په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کارکوونکو د خوندیتوب، د احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د پیاوړتیا په موخه، وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې. . .

Tue, Oct 13 2026 9:33 AM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

BACK TO NEWS