د وردګ پوهنتون «وردیکا» علمي څېړنیزې مجلې لومړۍ ګڼه چاپ او رسما له اړوند برخو سره شریکه شوه.
د وردګ پوهنتون له خوا خپرېدونکې «وردیکا علمي څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه چاپ او په رسمي ډول له اړوندو ادارو سره شریکه شوه.
په دې ګڼه کې د ټولنیزو علومو په برخه کې د بېلابېلو څېړونکو ۱۲ علمي څېړنیزې مقالې ځای پر ځای شوې دي.
د وردګ پوهنتون مشرتابه د دې مجلې خپرېدل د علمي څېړنو د پیاوړتیا او د څېړونکو د علمي اثارو د خپرېدو لپاره مهم ګام بولي او ژمنه کوي چې یاد پوهنتون به د ورته علمي فعالیتونو د پراختیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
وردګ پوهنتون یاده مجله په چاپي او برېښنايي بڼه خپروي چې چاپي نسخه یې له ټولو پوهنتونونو او نورو اړوندو برخو سره شریکه شوې، او برېښنايي نسخه یې له لاندې تړوني څخه د لاسرسي وړ ده.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
https://journals.wu.edu.af/index.php/wsnj/index
