وردګ پوهنتون پېژندنه
د میدان وردګ ولایت په کچه د پوهنتون د ایجاد غوښتنه ډېره پخوانۍ مخینه لري، په دغه ولایت کې پوهنتون یو داسې نوم و، چې هره کورنۍ ورسره آشنا وه او په هره کورنۍ کې یې یو استازی (محصل) درلود، پر دې سربېره د افغانستان د ډېری پوهنتونونو یو زیات شمېر محصلین له دغه ولایت څخه وو او دې خبرې د هېواد په کچه شهرت موندلی و، په دغه ولایت کې خلک له پوهنتون سره ځانګړې مینه او علاقمندي لري او دا تر ټولو ډېره د ویاړ خبره بولي، چې بچیان يې پوهنتون کې زده کړې وکړي او یا هم له پوهنتون څخه فارغ شي. له همدې امله له ډېر پخوا راهیسې په پراخه کچه په دغه ولایت کې د پوهنتون د ایجاد غوښتنه کېده، که څه هم تر ډېره ځنډه دغې غوښتنې ته ځواب ونه ویل شو، خو بلآخره په ۱۳۹۲ کال کې دغه موضوع د یوې پراخې ولسي غوښتنې په توګه له لوړو زده کړو وزارت سره شریکه شوه، که څه هم په لومړیو کې ورته مثبت ځواب ونه ویل شو، خود پرلپسې تاکید په پایله کې موضوع د لوړو زده کړو وزارت له لوري د (۳۴۴) ګڼه او (۰۵-۰۸-۱۳۹۲) نېټې وړاندیز په ترڅ کې د وخت جمهوري ریاست ته وړاندیز شوه، چې د (۶۲۳۶) ګڼې او (۰۴-۱۰-۱۳۹۲) نېټې حکم په ترڅ کې ورته منظوري ورکړل شوه او د لوړو زده کړو وزارت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د کرنې او اوبولګونې وزارت سره په همغږۍ په اوسني موقعیت (ټوپ دښته) کې د پوهنتون لپاره د ځمکې ټاکلو په برخه کې اجراآت وکړي. د همدغه حکم په رڼا کې د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د ځمکو د مستقلې ادارې اړوند د ځمکو د تنظیم او توزیع ریاست د یو باصلاحیته پلاوي ترمنځ د یو پروتوکول په لاسلیکولو سره ۵۰۰ جرېبه ځمکه وردګ پوهنتون ته انتقال او د (۷۱۹/۲۹۱۶۳) ګڼې او (۳-۸-۱۳۹۴) لیک په بربنسټ ورته وسپارل شوه. د ځمکې تر انتقال وړاندې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې لوړو زده کړو وزارت دغه پوهنتون ته په علمي او اداري برخو کې مختصر رسمي تشکیل منظور کړ، چې د پوهنتون ریاست، د بشری سرچینو عمومي مدیریت، د مالي او اداري چارو مدیریت، د کرنې پوهنځي ریاست، د کرنې پوهنځي تدریسي مدیریت، د هارټیکلچر او مالدارۍ څانګې له شپږو تنو کادري بستونو سره په کې شامل وو. په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د یو لړ ستونزو او ځای د نه شتون له امله دغه پوهنتون فعالیت پیل نه شو کړی، کادري بستونه یې هم موقتاً نورو پوهنتونونو ته ورکړل شول، خو په ۱۳۹۴ لمریز کال کې دغه پوهنتون پر همدغه لږ شمېر تشکیل له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مل په کار پیل کړ، خو د مالدارۍ په برخه کې د کادرونو د نه پیدا کېدو له امله دغه پوهنتون اړ شو، ترڅو له لوړو زده کړو وزارت څخه د مالدارۍ څانګې پرځای د اګرانومي څانګې د ایجاد غوښتنه وکړي، په پای کې لوړو زده کړو وزارت د (۵۱۵/۵۱۲) ګڼې او (۱۴/۲/۱۳۹۴) نېټې حکم په واسطه د مالدارۍ څانګې په ځای د اګرانومي څانګې منظور کړ. په دې توګه د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۴ کال له کانکور ازموینې څخه د کرنې پوهنځي دوو څانګو (اګرانومي او هارټیکلچر) ته یوسلو پنځوس(۱۵۰) تنه محصلین جذب شول.
وردګ پوهنتون په پیل کې مشخص تعمیر او ځای نه درلود، له همدې امله ورته د ټوپ دښتې د لیسې یو تعمیر په اختیار کې ورکړل شو، ترڅو خپل لومړني فعالیتونه په دغه ودانۍ کې پیل کړي، یادې ودانۍ اووه اطاقونه لرل، چې په دوو اطاقونو کې دفترونه جوړ شول، درې اطاقونه محصلینو ته د شپې تېرولو لپاره ځانګړي شول، یو اطاق ورته د ټولګي په توګه په پام کې ونیول شو او یو بل اطاق محافظینو ته ځانګړی شو. که څه هم پیل ډېر سخت و، هېڅ ډول امکانات د دغه پوهنتون په اختیار کې نه وو، له هره اړخه دغه پوهنتون له ستونزو او مشکلاتو سره مخ وه، خو د دې ټولو ستونزو د حل لپاره یوازې یوه تکیه موجوده وه، چې هغه پر الله پاک باور او د عامو خلکو قوي ملاتړ و، چې دغه پوهنتون یې پر پښو ودراوه. د ۱۳۹۴ تحصیلي کال په وروستیو کې د ازموینو عمومي ادارې د ۱۳۹۵ کال لپاره د محصلین د جذب ظرفیت وغوښت، په دې توګه د راتلونکي کال ستونزې رامخکې شوې او په دې اړه فکر وشو، چې څنګه کولای شو، په ۱۳۹۵ کال کې د روان کال پر ۱۵۰ تنو محصلینو سربېره ۱۵۰ تنو نورو محصلینو ته هم د تدریس زمینه مساعده کړو، د هغه وخت موجوده شرایطو ته په کتو سره دا کار ډېر سخت او ناشونی برېښېدو، ځکه له یوې خوا د یخنۍ موسم راورسېد او بل پلو پوهنتون د راتلونکي کال د محصلینو لپاره مناسب ځای نه درلود. له همدې امله ستونزه د هغه وخت له قومي مشرانو، علماوو، د پوهنتون استادانو او سوداګرو سره شریکه شوه، الحمدلله د ولسونو، مشرانو، علماوو، استادانو او سوداګرو د قوي عزم په پایله کې پرېکړه وشوه، ترڅو په لنډه موده کې پر هغه ځمکه باندې یو کوچنی تعمیر جوړ کړي، چې د پوهنتون لپاره ځانګړې شوې وه. عامو خلکو او تجارانو یې د جوړولو ټټر وډباوه او د ۱۳۹۴ کال په قوس میاشتې د هغې کوچنۍ ودانۍ لومړنۍ لیکې پر ځمکه وکښل شوې، چې د ۱۳۹۵ کال په حمل میاشتې کې باید ۳۰۰ تنه محصلینو په کې تحصیل پیل کړی وی. له نیکه مرغه یاده ودانۍ د ژمي په دریو میاشتو کې بشپړه شوه او په حمل میاشت کې محصلینو په کې عملاً درسونه پیل کړل او د ټوپ لیسې په ودانۍ کې ورته لیلیه ورکړل شوه.
که څه هم تر دې ځایه د وردګ پوهنتون مزل له ډېرو سختیو او کړاوونو ډک و، خو له دې وروسته لږ تر لږه د کار بستر معلوم شو، د پوهنتون ځمکه او موقعیت وټاکل شول او د لوړو زده کړو وزارت هغه ټولې پوښتنې ځواب شوې، چې له امله یې په داخلي بودجه کې دغه پوهنتون ته برخه نه شوای ورکولی، د هغو له جملې څخه یو هم د ځمکې د لېږد مسله وه، چې د ۱۳۹۴ کال تر وروستیو پورې دغه پوهنتون ته وسپارل شوه او لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۵ کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي ترسرلیک لاندې د لومړي ځل لپاره په داخلي بودجه کې د دغه پوهنتون لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو بودجه په پام کې ونیوه، چې د تدارکاتي چارو له بشپړولو وروسته یې په همدې کال د جوړولو چارې پیل شوې. دغه ودانۍ په ۱۳۹۷ کال کې بشپړه شوه، چې د نویو پوهنځیو د ایجاد لپاره یې زمینه مساعده کړه.
ورپسې په ۱۳۹۶ کال کې د نړیوال بانک (HEDP) له بودجې څخه د کرنې پوهنځي د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې، د دغې ودانۍ چارې تر دې مهاله بشپړې شوې نه دي، خو لوړو زده کړو وزارت یې په ۱۴۰۴ کال کې د بشپړولو حکم کړی دی او اوس مهال یې چارې عملا په ساحه کې جریان لري.
په همدغه (۱۳۹۶) کال کې د یو سوداګر (دکتور محمد خالد رحیمي وردګ) په مرسته د دغه پوهنتون لپاره په شپږسوه مترمربع مساحت کې د جامع مسجد د جوړولو چارې پیل او په ۱۳۹۷ کال کې بشپړې شوې، یاد مسجد په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي توګه جوړ شوی، چې ښکلې ګمبزه، دنګ منار او عصري تشنابونه لري.
په ۱۳۹۸ کال کې د څېړنیز مرکز د ودانۍ چارې پیل شوې، چې ترڅه ځنډ وروسته په ۱۴۰۳ کال کې بشپړې شوې، د دغې ودانۍ په جوړولو سره د وردګ پوهنتون د استادانو لپاره د څېړنې او مطالعې په برخه کې فرصتونه رامنځته او ګڼې ستونزې پرې هوارې شوې.
په ۱۴۰۲ کال کې د دغه پوهنتون له پنځه سوه جرېبه ځمکې څخه د چاپېردیوال (احاطې) د جوړولو چارې پیل او په ۱۴۰۳ کال کې بشپړې شوې.
دغه راز په ۱۴۰۳ کال کې د دغه پوهنتون لپاره په اتلس جرېبه ځمکه کې کرنیز تحقیقاتي فارم جوړ شو، چې د کرنې پوهنځي د استادانو او محصلینو لپاره یې د کرنیزو څېړنو لاره هواره کړه، پر دې سربېره په همدغه کال د لومړي ځل لپاره پوهنتون د ښاري برېښنا شبکې سره وصل او ګڼې ستونزې پرې هوارې شوې. په دې توګه په ۱۴۰۳ کال کې د سېللارو د تحکیم کارۍ، پلونو، اساسي او فرعي سړکونو د جوړولو او کرېړولو چارې پیل او په ۱۴۰۴ کال کې بشپړې شوې.
تر بېخبنائي چارو ورهاخوا تر ۱۴۰۳ کال پورې په علمي برخو کې هم د پام وړ چارې ترسره شوې دي، د علمي پراختیا په لړ کې لاندې پوهنځي او څانګې ایجاد شوي دي:
۱- د کرنې پوهنځی، چې په ۱۳۹۳ کال کې ایجاد شوی، د اګرانومي او هارټیکلچر دوې څانګې لري او تر دې مهاله یې شپږ دورې فارغین ټولنې ته د خدمت په موخه فارغ کړي دي.
۲- د ښوونې او روزنې پوهنځی، چې په ۱۳۹۹ کال کې ایجاد شوی، د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي څلور څانګې لري، له ریاضي او فزیک څانګو څخه یې یوازې دوې دورې محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه فارغ شوي دي.
۳- د کمپیوټر ساینس پوهنځی، چې په ۱۴۰۰ کال کې ایجادی شوی، د معلوماتي سیستمونو او د شبکې انجنیرۍ دوه څانګې لري او په ۱۴۰۴ کال کې به لومړۍ دوره محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه فارغ کړي.
۴- د شرعیاتو پوهنځی، چې په ۱۴۰۱ کال کې ایجاد شوې، د فقهې او قانون، اسلامي تعلیماتو او اسلامي ثقافت دوه درې څانګې لري او په ۱۴۰۵ کال کې به لومړۍ دوره محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه فارغ کړي.
۵- د اقتصاد پوهنځی، چې په ۱۴۰۲ کال کې ایجاد شوې، د ادارې او سوداګرۍ، او ملي اقتصاد دوه څانګې لري او په ۱۴۰۷ کال کې به لومړۍ دوره محصلین ټولنې ته د خدمتو په موخه فارغ کړي.
په دې توګه وردګ پوهنتون تر دې مهاله پنځه پوهنځي، ۱۳ څانګې ، ۱۲۸۰ تنه محصلین، ۶۵ تنه کادري تشکیل، ۷۷ تنه اداري تشکیل لري.