د وردګ پوهنتون محصلینو څخه د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه د علمي او محصلانو چارو معاونیت، د محصلانو چارو آمریت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري، د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ ترسره شوه، چې ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون کړی و.
د یادې ازموینې موخه د نبوي سیرت په اړه د محصلینو د دیني او علمي پوهاوي لوړول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک ژوند، اخلاقو او لارښوونو سره د هغوی د بلدتیا ده.
د یادونې وړ ده چې د دغه ازموینې ممتازو محصلینو ته د هڅونې په موخه ځانګړې جایزې هم په پام کې نیول شوې دي.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
