کرنې پوهنځي اوسنی وضیعت

وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال سره سمون خوري، د یاد پوهنتون د تأسیس سره سم د دوو څانګو؛ هارټیکلچر او اګرانومي، په چوکاټ کې د درېیو تنو استادانو په درلودلو سره خپل فعالیت پیل کړ. دغه پوهنځی د خپل تأسیس راهیسې د علمي، عملي او څېړنیزو فعالیتونو له پلوه د پام وړ پرمختګ کړی او اوس د ملک د کرنې سکتور لپاره دعلمي کادرونو په روزنه کې مهم رول لري.

اوس مهال د کرنې پوهنځي ټول تشکیل ۲۰ تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې څخه ۱۲ تنه کادري غړي دي چې د ماستري او دوکتورا تر کچې یې لوړې زده کړې ترسره کړې دي. همدارنګه، پوهنځی څلور تنه اداري کارکوونکي، دوه تنه خدماتي کارکوونکي او دوه تنه باغبانان لري. دا مهال د هارټیکلچر او اګرانومي په څانګو کې ۲۱۹ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، او د خپل ۱۳ کلن علمي بهیر په ترڅ کې یې ۶۵۸ تنه محصلین د ټولنې د خدمت لپاره فارغ کړي دي.

د کرنې پوهنځی د علمي او عملي زده‌ کړو تر څنګ د محصلینو د مهارتونو لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي. د عصري  شنې خونې او پراخ څېړنیز فارم شتون د دې لامل شوی چې محصلین عملي تجربې ترلاسه کړي او له نوې کرنیزې ټکنالوژۍ سره بلد شي.

 کرنې پوهنځی د ټولنې د کرنیزو ستونزو د حل لپاره هم علمي څېړنې ترسره کوي. استادان او محصلین په ګډه د اصلاح شویو تخمونو، د اوبو د مدیریت، د نباتاتو د ناروغیو د مخنیوي، د خاورې د حاصل‌خېزۍ لوړولو په برخو کې څېړنیز فعالیتونه ترسره کوي.

د کرنې پوهنځی ځانګړی تدریسي او اداري تعمیر لري، چې تدریسي ټولګي یې په لازمو وسایلو لکه LCD، پراجیکتور، میزونو، چوکیو، تخته، مارکر، برېښنا او بادپکو سمبال دي. همدارنګه، د پوهنځي اداري خونې په کمپیوټرونو، پرینټرونو، الماریو او نورو ضروري وسایلو مجهزې دي. د پوهنتون کتابتون کې د کرنې اړوند ګڼ شمېر علمي کتابونه شته او د کرنې پوهنځی هم یو کوچنی کتابون لري چې محصلین کولای شي ورڅخه کټه واخلي او د انټرنېټ اسانتیا هم د استادانو او محصلینو لپاره برابره شوې ده.

د کیفیت لوړاوي په برخه کې هم نوموړي پوهنځي اړین فعالیتونه ترسره کړي دي. د کیفیت د ښه والي لپاره یې په خپل اداري چوکاټ کې بېلابېلې کمېټې جوړې کړې دي، چې په دوامداره توګه د تدریسي، اداري او څېړنیزو چارو د ښه والي لپاره کار کوي. په دغو کمېټو کې د کیفیت لوړاوي، ستراتیژیک پلان، نصاب، څېړنې، الکترونیکي زده ‌کړو، آزموینو، فرهنګي چارو او نظم او دیسپلین  کمېټې شاملې دي. د دغو کمېټو له مهمو لاسته راوړنو څخه د ستراتیژیک پلان ترتیب او د تدریسي کیفیت ښه والی ګڼل کېږي.

سربېره پر دې، د کرنې پوهنځي څېړنیز فارم د پوهنځي له مهمو لاسته راوړنو څخه دی، چې د لوړو زده کړو وزارت له انکشافي بودجې څخه د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۸ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی. دغه فارم په عصري شنه خونه، اداري ودانۍ، د اوبو لګونې سیستم، سولري برېښنا او څېړنیزو برخو سمبال دی، چې د محصلینو د عملي زده‌کړو او علمي څېړنو لپاره مناسب چاپېریال برابروي.

سره له دې پرمختګونو، لا هم ځینې ستونزې لکه د کافي بودجې نشتوالی، د پرمختللو وسایلو کمښت او د عملي امکاناتو محدودیت موجودې دي؛ خو د پوهنځي اداره او استادان هڅه کوي چې د عصري زده‌کړو، علمي څېړنو او کیفیت لرونکو خدماتو له لارې د ملک د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.