د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

wu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۴
ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه

دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.

په سیمینار کې د ستونزو او فشارونو پر پېژندنې، د دواړو ترمنځ توپیر، د رامنځته کېدو پر لاملونو، سرچینو او نښو بحث وشو. همدارنګه، له ستونزو سره د مقابلې سالمې لارې، د سم تصمیم نیولو اهمیت او په اسلام کې د ستونزو د حل تګلارې تشریح شوې.

ښاغلي نیمګړي ټینګار وکړ، چې صبر، توکل، مثبت فکر، د ستونزو سم درک او د مناسبو حل‌لارو غوره کول د ژوند له ننګونو سره په بریالۍ مبارزه کې مهم رول لري.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۳
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۵۷
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو ته د کارموندنې په برخه کې په آنلاین رسنیو کې د سوداګريزو خبرتياوو رول او سي‌وي لیکنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو

د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم، د وردګ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «کارموندنې په پار په آنلاین رسنیو کې د سوداګریزو تبلیغاتو رول او سي‌وي. . .

BACK TO NEWS