استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو
د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښهوالي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.
د ورکشاپ پیل د قرآن عظیمالشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت وشو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمریت امر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، د روانپوهنې له نظره د تدریس پر بېلابېلو اړخونو هر اړخیزې خبرې وکړې او د تدریسي بهیر په اغېزمنتیا کې یې د اړوند اصولو پر اهمیت رڼا واچوله.
نوموړي همدارنګه د تدریس د ځینو مهمو او نویو کړنلارو په اړه اړین علمي او مسلکي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او د لوړو زده کړو د بهیر د لا اغېزمنتیا لپاره یې د معیاري او اغېزناکو تدریسي لارو چارو پر کارونې ټینګار وکړ.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
