د لوړو زده کړو وزارت اړوند د وردګ پوهنتون یو د لویو لاسته راوړنو څخه هغه  (۷) اووه جریبه غصب شوې ځمکه

wu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۴

د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په جریان کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د وردګ پوهنتون یو د لویو لاسته راوړنو څخه هغه  (۷) اووه جریبه غصب شوې ځمکه د غاصیبینو له منګولو څخه  ترلاسه کول او په واک کې اخستل دي، چې د تیر جمهوري نظام په اداره کې د یو شمیر غاصیبینو له خوا په زور غصب شوې وه ، تاسیسات او یو د تیلو پمپ یې ورباندې جوړ کړی وو ، نوموړې ځمکه د وردګ پوهنتون په ختځ طرف کې د کابل کندهار عمومي شاهراه سره متصله موقعت لري ،چې د یاد پوهنتون د ماستر پلان یوه اهمه ستراتیژیکه او نما لرونکې برخه ده ،نو کله چې د په یاده ځمکه کې د غاصیبینو له خوا تاسیسات جوړشول اود شخصي استفادې لپاره وکارول شوه د پوهنتون د همغه وخت د رهبرۍ له خوا موضوع د جمهوري نظام ادارې ته وړاندې شوه ، نو څرنګه چې د دتیر نظام ادارات زیاتره په فساد کې اخته وو او یوه د فساد څخه ډکه اداره وه ، ونتوانیدل چې د غاصیبینو د غصب او ظلم مخه ونیسې او نوموړې غصب شوې ځمکه وردګ پوهنتون ته په واک کې ورکړي. خو لله الحمد د اسلامي امارت په بیاراتګ سره او د وردګ پوهنتون د رهبرۍ په تغیر سره چې په ۱۴۰۱ هـ ش کال د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له خوا وردګ پوهنتون ته نوی مسؤل د ښې رهبرۍ او مدیریت په موخه ور وپیژندل شو، نوسم دلاسه یې تصمیم ونیو او دایې یو له مهمو کارونو څخه و چې  د پوهنتون دغصب شوې ځمکې سرنوشت باید معلوم شي ، لومړۍ د وردګو ولایت یو شمیر علمأ او مخورمشران غاصیبینو ته ور ولیږل ترڅو د پوهنتون غصب شوې ځمکه پوهنتون ته په واک ورکړي او خپل تاسیسات له یادې ځمکې څخه  لري کړي خو د غاصیبینو له خوا د  علمأو او مشرانو غوښتنه ونه منل شوه او په دې یې تأکید کړ چې دا زمونږ پلارنی ملکیت دی ،بالاخره موضوع د پوهنتون د رهبرۍ په اساس د اسلامي امارت د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې سره له هغه اسنادو چې یاده ځمکه د اراضی وزارت څخه د لوړو زده کړو وزارت په اساس وردګ پوهنتون ته انتقال شوې وه،  دعدلیې محترم وزارت ته وړاندې کړه او دعوې ته ېې جریان ورکړ، چې په پای کې د وردګ پوهنتون مشرتابه د زیاتو هڅو او کوښښونو په نتجه او عدلیې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت په پوره همکاریو د دوو کلونو مسلسلو دعوی څخه وروسته یاده غصب شوې ځمکه  د عدلیې وزارت د مرکزي کمیسیون د پریکړي او فیصلې په نتجه کې وردګ پوهنتون ته په واک او اختیار کې ورکړشوه ، او تاسیسات او تیلو پمپ چې د پوهنتون د احاطوي دیوال په مسیر کې  جوړ شوی وو تخریب او د احاطې دیوال وصل شو او پوهنتون خپله ستراتیژیکه ښکلا تر لاسه کړه او دا د وردګو ولایت د ولسونو یو لوی آرمان وو چې دالله تعالی په فضل سره پوره شو.

خو په ټولنیزو رسنیو کې دا موضوع ولسونو ته داسې وړاندې شوه چې د غاصیبینو له لوري دغه ځمکه چې د دوې پلارنې ملکیت وو وردګ پوهنتون ته وقف شوه ، بلکې موضوع  په هیڅ صورت داسې نه ده مخکې هم یادونه وشوه چې د وردګ پوهنتون رهبرۍ په پوره پوره هڅو او کوښښونو باندی او د لوړو زده کړو وزارت په همکاریو د عدلیې وزارت د مرکزي کمیسیون د پریکړې او فیصلې په پایله کې چې د غاصیبینو له لورې یې د ملکیت اسناد او شواهد وړاندې نشول نو وردګ پوهنتون ته په اختیارکې ورکړشوې ده ،په پای کې د وردګ پوهنتون رئیس الحاج شیخ القران والحدیث مولوي صفت الله حقاني ، د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه او د عدلیې وزارت قدرمن مشرتابه ته د لوی الله تعالی له دربار څخه داجرونو غوښتونکې یو چې په دې برخه کې ېې هر ډول ستړیاوې ګاللې دې او دافغانستان د غیورملت او ولسونو عامو ګټو ته تربل هرڅه په کامله توګه وفادار او متعهد دي.

په درنښت

د وردګ پوهنتون فرهنګي او د نشراتو ګمېټه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۷
Background image

وردګ پوهنتون کې د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسې دوهمه ورځ پیل شوه

وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې اړوند د نوماندانو د بایومټریک پروسې دوهمه ورځ په منظم او شفاف ډول پیل شوه.

په دغه بهیر کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

علمي کادر غړو ته د څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې ورکشاپ پیل شو.


د وردګ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړونې، څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا او معیاري علمي څېړنو د دودولو په موخه د “څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې”. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵ ل کال د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسه پیل شوه.

وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسه په منظم او شفاف ډول پیل شوه. دغه پروسه د نوماندانو د هویت د تثبیت، د شفافیت د تأمین او د ازموینې د قانوني او اصولي. . .

BACK TO NEWS