وردګ پوهنتون کې د محصلانو لپاره د معیاري، عصري او مجهزې لیلیې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

wu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۵
لیلیی تعمیر

دغه ستره او بنسټیزه پروژه، چې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کېږي، اوس یې عملي چارې په چټک او منظم ډول روانې دي.
یاده لیلیه څلور پوړیزه ودانۍ ده چې په دوو جلا بلاکونو کې جوړیږي او د بشپړېدو وروسته به په یو وخت کې د ۱۶۰۰ محصلانو د اوسېدو اسانتیا ولري. د دغې پروژې په عملي کېدو سره به د محصلانو د استوګنې ګڼې ستونزې هوارې او هغوی ته به د زده کړو لپاره مناسب، ارام او معیاري چاپېریال برابر شي.
د وردګ پوهنتون مسئولین وایي، د ودانیزو چارو بهیر په ښه کیفیت او ټاکلي مهالویش سره روان دی او هڅه کېږي چې پروژه په اساسي او معیاري ډول بشپړه شي، څو محصلان له لا ډېرو اسانتیاوو څخه برخمن شي.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۸
Background image

وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې او طبیعي پېښو په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کارکوونکو د خوندیتوب، د احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د پیاوړتیا په موخه، وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۳
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

BACK TO NEWS