د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي استادانو ته د تجربو د طرحې تر سرليک لاندې ورکشاپ ترسره شو.
د علمي څېړنو د کیفیت لوړولو، د استادانو د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د څېړنیزو مهارتونو د ودې په موخه، د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي استادانو ته، د مسلکي پراختیا آمریت له لوري، د «تجربو د طرحې (Experimental Design)» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي ورکشاپ ترسره کړ.
دغه ورکشاپ د کرنې پوهنځي د رئیس پوهنمل دوکتور عبد الکريم امین له لوري ګډونوالو ته په ښه راغلاست سره پیل شو.
ورپسې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد، پوهاند غلام رسول صمدي د تجربو د طرحې بنسټیز اصول، د تجربوي څېړنو د طرحې جوړونې، د احصایوي طرحو د انتخاب او د معیاري څېړنو د ترسره کولو اړوند مهم علمي موضوعات ګډونوالو ته په تفصیلي او عملي ډول سره وړاندې کړل.
د ورکشاپ په پای کې د مسلکي پراختیا آمر پوهنمل عبدالبصیر ترابي د یاد روزنیز ورکشاپ د ارزښت په اړه خبرې وکړې، د ښاغلي صمدي له علمي همکاریو او اغېزناکو معلوماتو څخه یې مننه وکړه او د ورته علمي برنامو پر دوام یې ټینګار وکړ.
په پای کې، د وردګ پوهنتون مشرتابه له لوري د ښاغلي صمدي د علمي خدمتونو او ارزښتناکې همکارۍ د قدردانۍ په موخه نوموړي ته ستاینلیک ورکړل شو او ورکشاپ په دعا لوستلو سره پای ته ورسېد.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
