استادانو ته د «نصاب د تطبیق او ارزونې» تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو
د وردګ پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د لا ښه والي په موخه، د «نصاب د تطبیق او ارزونې» تر سرلیک لاندې سیمینار د پوهنتون په کچه د نصاب هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ وړاندې شو.
د سیمینار پیل د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، پیلیزه وینا وکړه او د سیمینار پر اهمیت یې خبرې وکړې. نوموړي د نصاب ارزونه د تدریس کیفیت د لوړولو، د نیمګړتیاوو د تشخیص او د زدهکړیز بهیر د لا اغېزمن کېدو لپاره مهمه وبلله.
وروسته د کرنې پوهنځي استاد، پوهنمل نورمحمد احمدي، د نصاب د ارزونې د تطبیق په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي د نصاب د ارزونې پر موخو، د ارزونې د ترسره کولو پر څرنګوالي، د استادانو پر رول او مسؤلیتونو او د ارزونې د پایلو د اغېزمنې کارونې په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل.
په وروستیو کې دغه سیمینار د ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب ویلو او دعا سره پای ته ورسېد.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
