وردګ پوهنتون کې د محصلانو د استوګنې لپاره د عصري او مجهزې لیلیې د جوړولو چارې دوام لري.
وردګ پوهنتون کې د محصلانو د استوګنې د ستونزو د راکمولو او د معیاري استوګنیزو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د عصري او مجهزې لیلیې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د دې رغنیزې پروژې ودانۍ به څلور پوړونه ولري او په دوو جلا بلاکونو کې به جوړه شي چې له بشپړېدو وروسته به په کې په یو وخت کې د شاوخوا ۱۶۰۰ محصلانو لپاره د استوګنې زمینه برابره شي.
د یادې لیلیې جوړېدل به د محصلانو د استوګنې د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري او هغوی ته به د اوسېدو ترڅنګ د زدهکړو لپاره مناسب او ارام چاپېریال برابر کړي.
د وردګ پوهنتون مسؤلین وايي چې د پروژې ساختماني چارې په دوامداره توګه څاري او د کار د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د رغنیزو چارو د سم تطبیق ډاډ ترلاسه کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
