استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

wu_admin
Tue, Oct 13 2026 9:33 AM

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

په سیمینار کې ډاکټر فضل کریم حیدري او ډاکټر یما وردګ د توبرکلوز، ملاریا، د انسان د معافیتي سیستم د کمزورۍ ویروس (HIV) او نورو ساري ناروغیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ویناوالو د یادو ناروغیو د لېږد پر لارو، د مخنیوي پر تدابیرو، د شخصي حفظ الصحې پر رعایت او د روغتیا ساتنې پر بنسټیزو اصولو رڼا واچوله. همدارنګه، د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیايي سپارښتنو پر عملي کولو او د عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وشو.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Oct 13 2026 9:33 AM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

Tue, Oct 13 2026 9:24 AM
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.

په. . .

BACK TO NEWS