د موټر چلولو د جواز ترلاسه کولو څوارلس ورځنی سیمینار د ازموینې په اخیستلو سره پای ته ورسېد.
د میدان وردګو ولایت د عبور او مرور عمومي مدیریت له لوري د وردګ پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د موټر چلولو جواز د ترلاسه کولو په موخه ترسره شوی څوارلس ورځنی روزنیز سیمینار د ازموینې په اخیستلو سره خپل وروستی پړاو ته ورسېد.
یاده ازموینه د وردګ پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ضیاء الرحمن مولوي زاده او د میدان وردګ ولايت د عبور او مرور عمومي مدیر ښاغلي سمیع الله رهبر په حضور کې واخیستل شوه، چې په ترڅ کې یې د موټر چلونې په برخه کې د ګډونوالو نظري او عملي وړتیاوې وارزول شوې.
د دغه بهیر موخه دا وه چې د یاد پوهنتون استادان او اداري کارکوونکي د عبور او مرور اصولو، د موټر چلولو د بنسټیزو مهارتونو او د قانوني جواز د ترلاسه کولو له اړینو مرحلو سره لا ښه بلد شي. د ازموینې له بشپړېدو وروسته، د بریالیو ګډونوالو لپاره د جواز ورکړې رسمي بهیر پر مخ وړل کېږي.
