وردګ پوهنتون کې «د اسلامي نظام ارزښت او پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار ترسره شو.

wu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۱۹
د اسلامي نظام ارزښتتصویر

دغه سیمینار د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د پوهنتون د رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په ګډون ترسره شو چې پرانیسته یې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشوه.
 ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اسلامي نظام د ارزښت او اهمیت، د اسلامي ارزښتونو د پېژندنې او پالنې په برخه کې د فردي او ټولنیزو مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او د علمي او فکري پوهاوي د پیاوړتیا لپاره د ورته سیمینارونه خورا مهم وبلل.

له هغه وروسته د میدان وردګو ولایت د جهادي مدرسې مهتمم، شیخ الحدیث مولوي عطاءالحق حقاني، د اسلامي نظام د ارزښت، بنسټونو او ځانګړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي اسلامي نظام الهي، ټول‌شموله، د فساد او جرمونو پر وړاندې اغېزمن او د انسان له فطرت سره سم نظام وباله. هغه د اسلامي نظامونو د رامنځته کېدو په لاره کې ورکړل شویو قربانیو ته اشارې وکړه او له محصلینو یې وغوښتل چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او خپل اسلامي نظام ته هر اړخیز خدمتونه ترسره کړي.

همدارنګه، د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي عبدالمجید حقیار د اسلامي نظام پر وړاندې د مسلمانانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي ارزښتونو د رعایت، ټولنیز مسؤلیت، د نظام د ملاتړ او په فردي او ټولنیزو چارو کې د اسلامي لارښوونو د عملي کولو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

په وروستیو کې ياد سیمینار په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۰
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د وردګ پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي‌ ټکنالوژۍ عمومي مدیریت له لوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استاد، پوهنیار شفیق‌الله لایق لخوا ترسره شو. نوموړي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۸
Background image

وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې او طبیعي پېښو په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کارکوونکو د خوندیتوب، د احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د پیاوړتیا په موخه، وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې. . .

BACK TO NEWS