وردګ پوهنتون کې د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسې دوهمه ورځ پیل شوه
وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې اړوند د نوماندانو د بایومټریک پروسې دوهمه ورځ په منظم او شفاف ډول پیل شوه.
په دغه بهیر کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر نوماندان ګډون کوي، چې د هویت تثبیت، د اسنادو ثبت او د ګوتو نښو اخیستلو مرحلې ترسره کوي.
د پوهنتون علمي او اداري کارکوونکو، د ازموینو عمومي ادارې تخنیکي ټیم او امنیتي مسئولینو د بهیر د منظم ترسره کېدو لپاره لازم تدابیر نیولي، څو نوماندان خپلې چارې په ارامه او خوندي چاپېریال کې بشپړې کړي.
ټاکل شوې ده چې د کانکور رسمي ازموینه سبا پیل شي، چې وردګ پوهنتون ورته بشپړ چمتووالی لري.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
