د افتخاري شیوخو کرامو د اصلاحي درسونو په دوام، د شیخ الحدیث خلیفه محمد شفیق فضلي صاحب له لوري اصلاحي او فکري وینا وړاندې شوه
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونو پر بنسټ، د افتخاري شیوخو کرامو د دیني، فکري او اصلاحي درسونو د لړۍ په دوام، د وردګ پوهنتون کې ځانګړې اصلاحي او فکري ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې، چې د پوهنتون مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و، شیخ الحدیث خلیفه محمد شفیق فضلي صاحب د انسان د پیدایښت پر موخې، د ژوند پر حقیقي ارزښت، زهد، تقوا، د علم پر فضیلت او د مسلمان د فردي او ټولنیزو مسؤلیتونو او اړتیاوو په اړه هر اړخیزه او اغېزمنه وینا وړاندې کړه.
نوموړي د خپلې وینا پر مهال د علم او اخلاقو پر نه بېلېدونکې اړیکې رڼا واچوله او څرګنده یې کړه چې علم هغه مهال د انسان او ټولنې د خیر وسیله ګرځي، کله چې له تقوا، اخلاص، ښو اخلاقو او نېکو نیتونو سره مل وي. هغه همداراز محصلین وهڅول چې د علم تر لاسه کولو ترڅنګ د خپل شخصیت په روزنه، د اسلامي ارزښتونو په پالنه او د ټولنې په خدمت کې هم فعاله ونډه واخلي.
